ځايي سرچینې خبر ورکړی، چې په کندوز کې د طالبانو استخباراتو څلور ورځې مخکې د ناظرې رشیدي په نوم یوه خبریاله نیولې ده. سرچینو ویلي چې ناظره رشیدي د سېشنبې پر ورځ د سهار پر اتو بجو له کوره تر وتلو او مبایل ته له یوه زنګ وروسته نیول شوې ده. د سرچینو په خبره، د نیولو پر مهال د دغې خبریالې روغتیايي وضعیت ښه نه و او په اړه یې جدي اندېښنې شته. هغوی زیاته کړې چې نوموړې له دې وړاندې هم څو وارې د ناڅرګندو کسانو له خوا ګواښل شوې څو له رسنیز فعالیته لاس واخلي. سرچینې ويلي چې د دغې خبریالې له نیول کېدو وروسته یو عکس ښودل شوی، چې د طالبانو په قوماندانۍ کې یې لاسونه او پښې په زنځیر تړل شوې دي. هغوی له بشري حقونو او ملاتړو بنسټونو غوښتي، چې د نوموړې د ازادۍ او خوندیتوب په موخه لاس په کار شي. د یادونې وړ ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په هېواد کې د ښځینه خبریالانو پر فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.



