مکسیکو کې واټونو ته راوتلو کسانو پر وینزویلا د امریکا د بریدونو په غبرګون کې د لاریون پرمهال د ډونالډ ټرمپ ستره مجسمه سوځولې ده. لاریونوالو د «ټرمپ ترهګر دی» او «وینزویلا خپلواک هېواد دی» شعارونه ورکړي دي. دوی همدا راز پر وینزویلا د امریکا نظامي اقدام په کلکه غندلی دی.



