د کندز ولایت په مرکز کې د امپراتور آبي په نوم یوه سونا د ځایي مسئولینو په شتون کې د ۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیستل شوه. د یادې سونا مسئول حامد حیدري ویلي چې دغه سونا د ۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت په اساسي او معیاري ډول جوړه شوې، چې په کې د لامبو وهلو حوض، بخار سونا، سلماني او نور عصري تجهیزات شامل دي. هغه زیاته کړې، چې یاده سونا په عصري بڼه جوړه شوې، چې د ښار اوسېدونکو ته د تفرېح، آرامتیا او ورزشي فعالیتونو مناسب چاپېریال برابروي او ورسره به ۶۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شي. ورته مهال د یاد ولایت اوسېدونکو د یادې سونا په جوړېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي يې دي، چې د دا ډول تفریحي او ورزشي ځایونو جوړول نه یوازې د ښار د ښکلا او آبادي سبب کېږي؛ بلکې خلکو ته د کار زمینه هم برابروي.



