شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د اروپايي پارلمان غړې د ایران د بشري حقونو سرغړونې وغندلې

د اروپا پارلمان غړې او د بشري حقونو د کمېټو فعالې غړې، هنا نیومن، پر خپله اېکس پاڼه د ایران د وروستیو لاریونونو یوه ویډیو خپره کړې او د ایران وضعیت په اړه یې څرګندونې کړي. هغې ویلي، چې د ایران حکومت په تهران کې انټرنېټ او حتی د سړک څراغونه بند کړي، څو د لاریونوالو ګڼه‌ګوڼه نړۍ ته ښکاره نه شي. د نوموړې په وینا، سره له دې محدودیتونو، زرګونه ایرانیان سړکونو ته وتلي او د موبایل ټلیفونونو په څراغونو یې لاریونونه روښانه کړي او د معلوماتي بندیز د ماتولو هڅه یې کړې ده. هنا نیومن همدارنګه ویلي، چې د راپورونو له مخې د لاریونونو پر مهال پر ځینو معترضینو قصدي ډزې شوې، زرګونه کسان نیول شوي او ځینې دولتي ادارې د سختو سزاوو، ان د اعدام غوښتنې هم کوي. هغې زیاته کړې، چې د انټرنېټ بندیز له ۴۸ ساعتونو زیات دوام کړی او ډېری کورنۍ د خپلو نیول شویو یا نادرکه عزیزانو په اړه له سختې اندېښنې سره مخ دي. نوموړې له نړیوالو غوښتنه کړې چې د ایراني لاریون کوونکو غږونه لا پسې خپاره شي او نړیواله ټولنه د ایران د وضعیت په اړه بې‌پروا پاتې نه شي. د ایران حکومت تر دې مهاله د هنا نیومن د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې تل ویلي، چې د امنیتي محدودیتونو موخه د عامه نظم ساتل او د تاوتریخوالي مخنیوی دی.

- Advertisment -spot_img