ایران د هېواد په کچه د حکومت ضد لایون کوونکو پر وړاندې فشارونه زیات کړي دي. د دغه هېواد حکومت تازه ویلي چې لاریون کوونکو ته به د اعدام سزا ورکړي. دا ګواښونه داسې مهال پیلیږي چې له دغه هېواده د مرګ ژوبلې، نیونو او پر معلوماتو د بندیزونو راپورونه ډېرېږي. د ایران لوی څارنوال محمد موحدي ازاد، هغه کسان د «خدای دښمنان» بللي چې په د ده په وینا په لاریونونو کې برخه اخلي. دا هغه تور دی چې د ایران د قوانینو له مخې، د اعدام سزا لرلی شي. دغه خبرداری چې د دولتي ټلویزیون له لارې خپور شو، هغو کسانو ته هم دی چې ګومان کېږي له مظاهره کوونکو سره مرسته کوي. د ایران لوړپوړو چارواکو په ځانګړې توګه د دغه هېواد مذهبي مشر ایتالله علي خامنهيي ګواښ کړی چې خپل د ښمنان به سخت وځپي. امریکا مېشتې «د بشري حقونو فعالانو د خبرونو اداره» وايي چې د ډسمبر له وروستیو راهیسې لږ تر لږه ۷۲ کسان وژل شوي او تر ۲،۳۰۰ ډېر نیول شوي دي. د دغې ادارې په وینا، د ګډوډۍ د کچې تاییدول ورځ تر بلې ستونزمن شوي، ځکه چارواکو انټرنېټ بند کړی او نړیوالې تلیفوني اړیکې یې پرې کړې دي. په همدې وخت کې، دولتي رسنیو د امنیتي ځواکونو د تلفات راپورونه خپاره کړي. په ایران کې روانو لاریونونو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو غبرګون ښودلی او له لاریونوالو یې خپلې ملاتړ څرګند کړی. د اتریش او ترکيې په ګډون ځینو هوايي شرکتونو ایران ته الوتنې ځنډولي یا لغوه کړي، ځکه وضعیت لا هم بېثباته دی.



