شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امسو کندوز کې د ناظرې رشیدي نیول په کلکو ټکو غندلي

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) په کندوز کې د ناظرې رشیدي په نوم د یوې سیمه‌ییزې خبریالې نیول کېدل په کلکه غندلي دي. یاد سازمانپه یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې لیکلي، چې مېرمن رشیدي د تېرې اوونۍ پر سې‌شنبې نیول شوې او ناڅرګند ځای ته لېږدول شوې ده. د خبرپاڼې له مخې، ناظره رشیدي د خپلو کوچنیو خویندو او وروڼو یوازینۍ سرپرسته ده او کورنۍ یې بل هېڅ مشر سرپرست نه لري. د خبرپاڼې له مخې، د نوموړې کورنۍ دغه سازمان ته ویلي، چې هغې هېڅ ډول ناقانونه فعالیت نه دی کړی او بې ګناه ده. امسو له طالبانو غوښتي، چې دا خبریاله ژر تر ژره او له شرط او ځنډ پرته خوشې کړي، د هغې د نیولو قانوني دلایل روښانه او د ښځينه خبریالانو د خوندیتوب او بنسټيزو حقونو درناوی ډاډمن کړي. یاد بنسټ پر نړیوالو بنسټونو، د بیان ازادۍ پر ملاتړو او د بشري حقونو پر سازمانونو هم غږ کړی، چې دا قضیه جدي وڅاري او د ښځينه خبریالانو د دوامداره نیونو او ځورونو د مخنیوي په موخه عملي ګامونه پورته کړي. د یادونې وړ ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په هېواد کې د ښځینه خبریالانو پر فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګېدلي دي.

- Advertisment -spot_img