چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغاني غالیو تولیدي شرکت د ۱۹ هېوادونو ترمنځ لومړی مقام خپل کړی

د افغانستان د غالیو تولیدوونکو او صادروونکو ټولنې خبر ورکړی، چې د هېواد د غالیو یوه تولیدي شرکت د ترکیې په استانبول ښار کې د دوموتکس نړیوال نندارتون پر مهال د ۱۹ هېوادونو ترمنځ لومړی مقام خپل کړی دی. یادې ټولنې په یوه پیغام کې دا لاسته‌ راوړنه د افغاني غالیو لپاره ستره بریا بللې او ویلي یې دي، چې دا بریا به په نړیوالو بازارونو کې د افغاني غالیو ارزښت، باور او غوښتنه نوره هم لوړه کړي. د معلوماتو له مخې، دوموتکس نړیوال نندارتون د جنورۍ په اتمه نېټه د دوو ورځو لپاره د ترکیې په استانبول ښار کې پرانیستل شو، چې په کې د نړۍ ۱۹ هېوادونو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي وو. له افغانستان څخه په ياد نندارتون کې شپږ غالۍ‌ تولیدوونکو شرکتونو ګډون کړی و. د افغانستان د غالیو تولیدوونکو او صادروونکو ټولنه وايي، دا دویم ځل دی، چې د هېواد شرکتونه د استانبول په دوموتکس نړیوال نندارتون کې ګډون کوي، خو دا لومړی ځل دی، چې یو افغاني شرکت په کې د ټولو ګډونوالو ترمنځ لومړی مقام خپلوي. اقتصادي شنونکي وايي، د استانبول په څېر ستر نړیوال نندارتون کې د افغاني غالیو لومړی مقام د دې صنعت لپاره يو مهم ګام دی. د دوی په وینا، دا بریا ښيي، چې افغاني غالۍ لا هم د کیفیت، ډیزاین او لاسي هنر له پلوه له نړیوالو سیالانو سره د سیالۍ وړتیا لري.

- Advertisment -spot_img