شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې د افغان کډوال نیول او ځورول پای ته ورسوي

د بښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې په غیرقانوني ډول د افغان کډوالو پر نیولو، د هغوی پر ځورولو او په زوره افغانستان ته د هغوی پر استولو نیوکه کړې ده. یاد سازمان د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ته په استولي لیک کې دا هم لیکلي، چې د افغان کډوالو شړل ودروي. په لیک کې دا ټینګار هم شوی، چې پاکستاني چارواکي باید ډاډ ورکړي چې د افغان کډوالو حقونو ته درناوی کیږي او له کمپونو او استوګنځایونو په زوره نه ایستل کیږي. د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو د ادارې د راپور له مخې په ٢٠٢٥ کال کې له پاکستانه ٩٣٠ زره افغانان افغانستان ته اخراج شوي دي.

- Advertisment -spot_img