د طالبانو د ملي ازموینو ادارې له لوري په کابل کې د روغتیايي علومو انسټېټیوټونو د فارغانو لپاره د ایګزیټ ازموینې د ګډونوالو د کارتونو د وېش او د بایومټریک معلوماتو د ثبت بهیر د کابل پوهنتون په جمنازیوم کې پيل شو. د دغې پروسې په ترڅ کې د کابل ولایت د روغتیايي علومو انسټېټیوټونو د نرسنګ، فزیوټراپي، راډیولوژي، د غاښونو پروتیز، انستیزي، درمل جوړونه، طبي ټکنالوژي او د سترګو ټکنیشن څانګو هغه فارغانو ته کارتونه ووېشل شول چې د عامې روغتیا وزارت له لوري یې د ازموینې د نوملیکنې بهیر مخکې بشپړ شوی و. ټاکل شوې ده چې د کابل ولایت اړوند د روغتیايي علومو انسټېټیوټونو د فارغانو ایګزیټ ازموینه به نن جمعه د کابل پوهنتون په تالارونو کې واخیستل شي. طالبان داسې مهال په افغانستان کې د ايګزیټ ازموینه اخلي چې پر ښځو او نجونو د ښوونځیو او لوړو زده کړو بندیزونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي. سره له دې چې نوي تعلیمي کال ته شاوخوا دوه نیمې میاشتې پاتې دي، خو د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی. شنونکي وایي، افغانستان دا مهال په ځانګړي ډول د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د ښځینه مسلکي کادرونو له جدي کمښت سره مخ دی او د نجونو د زده کړو دوام د هېواد د روغتیايي نظام لپاره یوه حیاتي اړتیا بلل کېږي.



