شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

جرمني کې د واورو او توپان له امله د ځینو ایالتونو ښوونځي رخصت شوي

د جرمني د هوا پیژندنې ادارې په راتلونکو دوو ورځو کې د دغه هیواد په ختیځ ، شمال او منځنیو سیمو کې د سختو توپانونو او واورې اټکل کړی دی. له دغه اعلان وروسته په جرمني کې واکمن ګوند خپله کلنۍ مهمه غونډه لغوه کړه. له دې سره هممهاله د هامبورګ او برمن ښارونو ځینې ښوونځي او دغه راز د نیدرزاکسن ایالت په ځینو برخو کې ښوونځي رخصت وي او انلاین به تدریس کوي. اروپا د سړې هوا له څپې سره مخ ده او د واورو او بادونو له کبله د فرانکفورت په هوايی ډګر کې ځینې الوتنې لغو یا ځنډمنې شوي دي. د جرمني د ریلګاډي کمپنۍ هم له مسافرو غوښتي چې د ریلګاډو د حرکت تاخیر ته امادګي ولري. چارواکو له خلکو غوښتي چې که ممکن وي له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي. د دغه هېواد هوا پېژندنې ادارې ویلي د باد شدت به نن ورځ ترټولو لوړې کچې ته ورسیږي او وروسته به په تدریج کم شي.

- Advertisment -spot_img