شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کابل کې د لمریزې برېښنا پروژه پیل شوه

کابل کې د صنعتي پارکونو لپاره د ۲،۶۷ ملیارډه افغانیو په لګښت د ۳۴ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه پیل شوه. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د کابل صنعتي برېښنا ګڼې اړتیاوې پوره شي. په دغه پروژه کې د ۱۲۶ مېګاولټ امپیره برېښنا کوټ او د ۲۹،۵ کیلومټره په  اوږدوالي د ۲۲۰ کیلوولټ انتقالي لین پروژه هم شامله ده. یو شمېر اقتصادي شنونکي وايي، چې کابل کې د ګڼو کارخونو کارونه د برېښنا د نشتولي له امله پڅ روان وو، خو په باور یې د دغو پروژو په عملي کېدو سره به یې کارونه ګړندي کړي او ترڅنګ به یې صنعتي وده لا وغوړیږي. د دغې پروژې له پیل څخه ګڼ شمېر صنعتکارانو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې که یې د برېښنا ستونزه حل شي کولای شي خپلې پانګونې زیاتې کړي. هغوی وايي د پوره برېښنا نشتوالي یې ورځنۍ چارې ټکنۍ کړي او په خپل وخت تولیدات نه شي ترسره کولای. د طالبانو د برېښنا رییس عبدالباري عمر د دغې پروژې پرانیستې پر مهال ویلي، چې د برېښنا برخه کې اوږد‌مهاله او لنډ‌مهاله پروژې تر کار لاندې دي، چې پر مټ به یې ګڼې اړتیاوې پوره شي. هغه ویلي چې دا مهال د معیاري شبکې د نشتولي له امله د برېښنا ګڼې شبکې له ضایعاتو سره مخ دي. عبدالباري عمر ویلي چې د برېښنا ضایعایتو ۴۰ سلنه کچه یې تر ۱۸ پورې رسولې او هڅه کوي چې تر صفر پورې یې ورسوي. دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په کابل کې د سروبي‌ لمریزې برېښنا لویه پروژه ګټې اخیستو ته وسپارل شوه.

- Advertisment -spot_img