د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې د امریکا او روسیې ترمنځ مستقیم ټکر یو نوي او خطرناک پړاو ته داخل شوی دی. نوموړي دا څرګندونې پر خپلې اېکس پاڼې خپرې کړې دي. د پوتین په وینا، د امریکا پوځ د اتلانټیک سمندر په اوږدو کې له څو اوونیو تعقیب وروسته، د روسیې بیرغ لرونکی د تېلو ټانکر «مارینرا» نیولی دی. دا بېړۍ چې پخوا یې نوم «بیلا ۱» و، د روسیې د هغو پټو بېړیو برخه بلل کېږي، چې د بندیزونو لاندې هېوادونو لپاره د تېلو لېږد ترسره کوي. د روسیې ولسمشر ویلي، امریکا دا ټانکر هغه مهال ونیو، چې هڅه یې کوله له وینزویلا څخه بندیز لګېدلي تېل بار کړي. نوموړي دا اقدام «سمندري غلا» بللې او ویلي یې دي چې دا کار د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.



