ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، چې مصنوعي ځیرکتیا (AI) په نړیواله کچه په بېساري ډول وده کوي او تمه ده چې تر ۲۰۳۳ کال پورې یې د بازار ارزښت ۴.۸ ټریلیون ډالرو ته ورسېږي، خو دا پوښتنه لا هم پر ځای ده چې له دې پرمختګه څوک تر ټولو زیاتې ګټې ترلاسه کوي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، که څه هم AI کولی شي اقتصادونه پیاوړي کړي، تولید زیات کړي او نوې کاري زمینې رامنځته کړي، خو له بلې خوا تر ۴۰ سلنه پورې د دندو د بدلون خطر هم ورسره تړلی دی. دا بدلونونه کېدای شي په ځانګړي ډول په مخ پر ودې هېوادونو دروند اغېز ولري، ځکه چې ډېری یې د کارکوونکو د بیا روزنې او د ټکنالوژۍ د بدلون لپاره کافي چمتووالی نه لري. راپور زیاتوي چې ډېری مخ پر ودې هېوادونه لا هم د مصنوعي ځیرکتیا لپاره روښانه ملي ستراتیژۍ نه لري، په داسې حال کې چې شتمن هېوادونه او لوی ټکنالوژیک شرکتونه د دې ټکنالوژۍ له ګټو څخه مخکې روان دي. ملګري ملتونه خبرداری ورکوي، چې دا وضعیت کولی شي نړیواله نابرابري لا پسې ژوره کړي. ملګرو ملتونو همدارنګه ټینګار کړی، چې مصنوعي ځيرکتيا د نړیوالو قوانینو او اصولو په جوړولو کې د ډېری هېوادونو غږ نه اورېدل کېږي. سازمان پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د مصنوعي ځیرکتیا د حکومتولۍ لپاره عادلانه، ټولشموله او شفاف نړیوال چوکاټونه رامنځته کړي، څو دا ټکنالوژي د ټولو انسانانو د هوساینې لپاره وکارول شي.



