د هرات ولایت له لارې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په نهو میاشتو کې د ۲۴ میلیونه او ۲۶۸ زره ډالرو په ارزښت شاوخوا ۲۲ زره ټنه طبی نباتات بهرنيو هېوادونو ته صادر شوي دي. د ياد ولايت د مقام د رسنيو دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې دا طبي نباتات د روسيې، متحده عربي امارات، ایران او امريکا متحده ايالتونو بازارونو ته صادر شوي دي. ځايي چارواکي وایي، دغه صادرات د تېر کال د ورته مودې په پرتله درې برابره زیات شوي، چې په کې د زرشک لرګي، توره او شنه زیره، شیرینبیان، زنجبیل، دارچین، آویشن او نور طبي نباتات شامل دي. د هرات د ولایتي ادارې په وینا، د کروندګرو، سوداګرو او صادرونکو د ملاتړ، د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې او د نړيوالو بازارونو ته د لاسرسي د پراختيا لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.



