د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د يو اجرايي فرمان په لاسليکولو سره امریکا له ۶۶ نړیوالو سازمانونو څخه وايستله. په دې لېست کې ۳۱ د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونه او ۳۵ نور غير وابسته سازمانونه شامل دي. سپينې ماڼۍ د دغو سازمانونو د نومونو له يادولو پرته ويلي، چې ياد بنسټونه د امریکا د ملي ګټو په چوپړ کې نه وو. د اسوشيټېډ پرېس د راپور له مخې، د دغو سازمانونو ډېری برخه د ملګرو ملتونو اړوند ادارې، کمېسيونونه او سلاکارې ډلې دي، چې د اقليم بدلون، کارګرۍ، کډوالۍ او نورو هغو موضوعاتو باندې کار کوي، چې د ټرمپ اداره يې د «ويښېدنې» نوښتونو برخه بولي. د ملګرو ملتونو څخه بهر سازمانونو کې د «اتلانټيک همکارۍ مشارکت»، «د ډيموکراسۍ او ټاکنيزو مرستو نړيوال انسټيټيوټ» او «د ترهګرۍ پر ضد نړيوال فورم» نومونه هم ياد شوي دي. د امریکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو له دې پرېکړې هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې امریکا به نور هغو «نړيوالو بوروکراتانو» ته بودجه ور نه کړي، چې د ده په وينا د امریکا د ګټو پر ضد عمل کوي. هغه په اېکس پاڼه ليکلي: «د ټرمپ اداره به تل امریکا او امریکايان په لومړيتوب کې ساتي.» روبيو دغه ۶۶ نړیوال سازمانونه «د امریکا ضد، بېګټې او اسرافکوونکي» بللي او زياته کړې يې ده چې د نورو نړيوالو سازمانونو ارزونه لا هم روانه ده.



