د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي او د عمان سلطنت د بهرنيو چارو وزير بدر بن حمد البوسعيدي سره ټيليفوني خبرې وکړې. په دې مکالمه کې د افغانستان او عمان پر دوو اړخيزو اړيکو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو، ټرانزیټي او ترانسپورتي همکاريو د پراختيا په تړاو هراړخيزې خبرې شوې دي. ښاغلي متقي عمان سلطنت ته خپل وروستی سفر گټور بللی او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې په دې وروستيو کې د پلاوو تبادله گڼو برخو کې د همکاريو د پراختيا لپاره مهمه گڼلې ده. مولوي امير خان متقي خپل عماني سيال ته په مناسب وخت کې کابل ته د سفر بلنه ورکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه يې سلا مشورې گټورې وبللې. د عمان سلطنت د بهرنيو چارو وزير په خپل وار د دوارو هېوادونو ترمنځ د پلاوو تبادله د همکاريو د پراختيا لپاره مهمه بللې او زياته کړې یې ده چې نږدې راتلونکي کې به د عمان د هوايي چلند تخنيکي پلاوی کابل ته سفر وکړي. ښاغلي بدر بن حمد البوسعيدي کابل ته په مناسب وخت کې د سفر چمتووالي وښود او هيله يې څرگنده کړه، چې د سفر پرمهال د دوو اړخيزو همکاريو د پراختيا په اړه گټورې خبرې اترې ترسره شي.



