پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغانستان او ایران پر میلک بندر دویمه سوداګریزه لار پرانیستله

ایراني چارواکو خبر ورکړی، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ پراختیا لپاره یې د میلک پر پوله نوې سوداګریزه لار پرانیسته. دوی زیاتوي چې د دې لارې له امله به یې د بار وړونکو موټرو تګ راتګ دوه برابره او د سوداګرۍ ظرفیت لوړ شي. کابل کې د ایران سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه دا خبر خپور کړی دی. د یاد سفارت پر ایکس‌پاڼه راغلي چې دغه نوې لاره به د میلک زرنج له لارې چې د ایران د سیستان ـ بلوچستان ولایت د افغانستان له نیمروز ولایت سره نښلوي، افغانستان ته د ایراني سون توکو او سوداګریزو صادراتو بهیر ګړندی کړي. له دې وړاندې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ایراني چارواکو سره د دوه‌ اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره د دویمې ځمکنۍ لارې د جوړولو هوکړه کړې وه. ایراني چارواکو ویلي، تمه ده چې دغه پروژه دوه اړخیزه سوداګري زیاته کړي او په وینا یې دغه نوې لاره به په ورځ کې د زرو لویو موټرو د تګ راتګ وړتیا ولري. د میلک بندر د افغانستان له مهمو سوداګریزو دروازو څخه یوه ده، چې د سون توکو، خوراکي توکو او ساختماني موادو د وارداتو لپاره مهم رول لري او د افغانستان د وارداتو لپاره مهم سوداګریز بندر بلل کیږي. چارواکي وایي، دا نوې لاره د ایران او د طالبانو ترمنځ د پراخو اقتصادي هوکړو ملاتړ کوي، چې ارزښت یې شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالر اټکل شوی او تمه ده، چې د پولې هاخوا سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې کړي.

- Advertisment -spot_img