د طالبانو تر ولکې لاندې عامې روغتیا خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له عمومي رییس جان ایلیف او مل پلاوي سره کتلي دي. ياد وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د عامه تغذیې خدمتونو د پراختیا او پیاوړتیا، د خوړو نړیوال پروګرام د روانو فعالیتونو او مرستو او راتلونکو پلانونو او همکاریو د څرنګوالي او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې. د عامې روغتیا سرپرست په دې لیدنه کې ویلي، چې د عامه تغذیې خدمتونو په برخه کې باید مرستې لا منظمې، دوامدارې او د خلکو د واقعي اړتیاوو پر بنسټ تنظیم شي. ښاغلي جلالي زیاته کړې، عامې روغتیا وزارت له نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره د همغږۍ او ګډو همکاریو پراختیا ته ژمن دی، ترڅو وکولای شي د روغتیا په ټولو برخو کې خلکو ته باکیفیته او اغېزمن خدمامتونه وړاندې کړي. ورته مهال د خوړو نړیوال پروګرام رییس د تغذیې په برخه کې د خپلو مرستو د دوام او پراختیا د ډاډ څرګندولو سربېره د کونړ له زلزله ځپلو او بېرته راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو او همکارۍ ژمنه هم کړې ده.



