شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

خوست کې د سترګو د ناروغانو وړیا درملنه کېږي

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سیاره روغتیایي ډله ۱۲ ورځې په خوست کې په وړیا ډول د سترګو د پردې ۳۵۰ عملیاتونه کوي، ۶۵۰ کسانو ته د مطالعې عینکې وېشي او د سترګو تر ۵۰۰۰ ناروغان معیانه کوي او درمل ورکوي. د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، یاده ډله به د راتلونکې شنبې په ورځ دې ولایت ته سفر وکړي او هلته به د سترګو د ناروغانو وړیا درمنله وکړي. سرچینه لیکي، دغه ډله به د مرغومې له شلمې د سلواغې تر دویمې د ۳۵۰ تنو د سترګو د پردې عملیات ترسره کړي او ۶۵۰ کسانو ته به د مطالعې عینکې ووېشي. دغه راز د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، یاده ډله به په همدې موده کې له ۴۰۰۰ تر ۵۰۰۰ د سترګو ناروغانو معاینه وکړي او د اړتیا وړ درمل به ورکړي. یاد وزارت د خوست ولایت له هغو خلکو چې د سترګو ناروغۍ لري، غوښتي چې په ټاکلي وخت د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست ته مراجعه وکړي او له وړیا وړاندې کېدونکو تخصصي خدماتو ګټه واخلي.

- Advertisment -spot_img