واټس اپ، چې د نړۍ تر ټولو مشهور د پیغام لېږد پلیټفارم دی، هره ورځ د میلیاردونو خلکو لهخوا د پیغامونو، انځورونو، ویډیوګانو او اسنادو د شریکولو لپاره کارول کېږي. د وخت په تېرېدو سره، دې اپلېکېشن پرلهپسې نوې ځانګړنې زیاتې کړې؛ څو اړیکې لا چټکې او اسانه کړي. له دغو ځانګړنو څخه یوه، چې مخکې یوازې د iOS کاروونکو لپاره وه، اوس د اندراېډ لپاره هم برابره شوې ده. په دې ځانګړنه کې کاروونکي کولی شي اسناد مستقیم له اپلېکېشن څخه سکن کړي او سمدستي یې مقابل لوري ته ولېږي. په دې ځانګړنه کې اوس د واټس آپ کاروونکي په آسانه ډول کولی شي اسناد ولېږدوي. د اندراېډ کاروونکو لپاره د اسنادو شریکول پخوا له څو پړاوونو تېرېده، کاروونکو ډېری وخت د سکن لپاره درېيم اپلېکېشن څخه کار اخیست، یا به یې انځورونه اخیستل او د لېږلو نه مخکې به یې سمول. د واټساپ نوې ځانګړنه دا بهیر ساده کوي، ځکه چې د اسنادو د شریکولو مېنو کې یې د سکن اسانتیا هم ور زیاته کړې ده. اوس د اندراېډ کاروونکي کولی شي په هر چټ کې د اسنادو مېنو پرانیزي او د Scan وټاکي. دا کار د موبایل کمره فعالوي او کاروونکو ته اجازه ورکوي چې له واټساپ څخه وتلو پرته لوړ کیفیت سکن واخلي. له سکن وروسته، کاروونکي کولی شي سند وګوري، په کې بدلونونه راولي او په مستقیم ډول یې انفرادي یا ډلهییزو چټونو ته ولېږدوي. د سکن نوې ځانګړنه یوه عامه ستونزه حل کوي. په دې ځانګړنه کې اسناد په چټک او لوستلو وړ بڼه شریک کېږي. که یو لاسلیک شوی فورم خپل کوم همکار ته لېږئ او که د کورنۍ له غړو ته، دا بهیر اوس لا ګړندی او اسانه شوی دی. پخوا د اندراېډ کاروونکي اړ وو چې د سکن لپاره جلا اپلېکېشنونه وکاروي، چې دا به ډېر وخت نیوونکی او ستړی کوونکی و. د دې ځانګړنې معرفي کېدل د کار خنډونه کموي او د کارونې اسانتیا زیاتوي. ده کمپني وایي، د چټ انترفېس د ننه د سکن اسانتیا ورګډول د واټساپ رول لا پیاوړی کوي، ځکه دا اپلېکېشن د اړیکو لپاره (one-stop) وسیله ګرځي. په دې سره کاروونکي نور اړتیا نه لري، چې د اسنادو د شریکولو لپاره څو اپلېکېشنونه یو ځای وکاروي، چې دا کار هم په شخصي او هم په مسلکي چاپېریال کې موثریت زیاتوي.



