شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هرات کې د صنعت پراختیا؛ ۳۵۰ نویو کارخونو فعالیت پیل کړی

هرات ولایت کې د ۲۰۲۵ میلادي کال پر مهال لسګونه نوې تولیدي کارخونو خپل عملي فعالیت پیل کړی دی. د هرات ولایت ویاند، محمد یوسف سعیدي، پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې یوازې د تېر کال په اوږدو کې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې شاوخوا ۳۵۰ لویې او کوچنۍ تولیدي فابریکې فعالې شوې دي. نوموړي له صنعت‌کارانو ملاتړ، د پانګه‌والو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرول او د جوازونو د ورکړې بهیر اسانه کېدل د دې ودې مهم لاملونه بللي دي. طالب چارواکي وایي، له ایران او پاکستان څخه د زرګونو افغان کډوالو جبري ستنېدنه هم د پانګونې پر بهیر اغېز کړی دی. د دوی په وینا، ډېری راستانه شوي افغانان د کاري او سوداګریزو تجربو ترڅنګ هېواد  ته  ګڼې پانګې هم له ځان سره راوړي، چې همدې چارې د تولیدي سکټور د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړې ده. د هرات د صنعتي ښارګوټي مسئولینو ویلي، نوې فابریکې د خوراکي توکو تولید، ساختماني موادو، درملو، بسته‌بندۍ او سپکو صنعتونو برخه کې فعالیت کوي. د دوی په وینا، دا کارخونې نه یوازې د کورني تولید کچه لوړه کړې، بلکې د وارداتو د کموالي او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لامل هم شوې دي. د راپورونو له مخې، د دغو فابریکو فعالیت د سلګونو کسانو لپاره د کار زمینه برابره کړې ده. ډېری ځوانان چې پخوا بې‌روزګاره وو، اوس په دغو تولیدي مرکزونو کې پر کار بوخت دي. ځینې کارکوونکي وایي، که صنعتي ملاتړ دوام ومومي، د کار فرصتونه به نور هم زیات شي.

- Advertisment -spot_img