د طالبانو تر ولکې لاندې د اطلاعاتو کلتور وزارت خبر ورکړی، چې کندهار کې د احمدشاه بابا کور د ترمیم چارې بشپړې او دغه تاریخي ځای د سيلانیانو لپاره پرانیستل شو. د یاد وزارت د ګرځندوی اداري او مالي معین مولوي قدرتالله جمال ويلي، احمدشاه بابا ستر امپراتور، د مسلمانانو ویاړ او د لوی فکر خاوند و. نوموړي ویلي، د اطلاعاتو کلتور وزارت د تاریخي ځایونه ساتنې او بیارغوني ته جدي پاملرنه کوي، چې په ځینو ولایتونو کې یو شمېر تاریخي ابدات ترمیم شوي او د ځينو نورو تاریخي ځایونو د ترمیم چارې دوام لري. په ورته مهال د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ویلي، دا مهال د احمدشاه بابا د کور لومړي فاز د ترمیم چارې بشپړې شوې او ډېر ژر به یې د دویم فاز چارې هم پیل شي. د یادونې ده، دغه تاریخي ودانۍ د اطلاعاتو کلتور وزارت له لوري د ۱۷.۵میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۷میاشتو په موده کې ترمیم شوې ده.



