شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ترکي سوداګرو د هرات صنعتي ښارګوټي کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر ويلي،چې يو شمېر ترکي سوداګرو د هرات له والي شیخ مولانا اسلام‌ جار سره کتلي، په ياده لیدنه کې ترکي پانګوالو د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړي او له ځايي ادارې یې د اړینو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کړې ده. د یادې لیدنې پر مهال، ترکي پانګوالو ویلي، چې هرات د امنیتي وضعیت، جغرافیایي موقعیت او اقتصادي ظرفیت له پلوه د پانګوني لپاره مناسب ولایت دی. هغوی ټینګار کړی، چې که اسانتیاوې برابري شي، چمتو دي په صنعتي ښارګوټي کې پانګونه وکړي. د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌ جار د ترکي سوداګرو له دې لېوالتیا هرکلی وکړ او ویې ویل، چې اسلامي امارت په هېواد کي د کورنیو او بهرنیو پانګونو هر اړخیز ملاتړ کوي. نوموړي ډاډ ورکړی، چې پانګوالو ته به په صنعتي ښارګوټي کې لازمې اسانتیاوې، شفافه همکاري او اداري ملاتړ برابر شي. ښاغلي اسلام جار ويلي، د امنیت ټینګښت، عدالت، او روڼتیا د پانګونې لپاره اساسي اصول دي او له همدې لارې هڅه کېږي، چې په هيواد کې اقتصادي وده، کار فرصتونه او صنعتي پراختیا رامنځته شي. دا په داسي حال کي ده، چي په ۲۰۲۵ ميلادي کال کي د هرات په صنعتي ښارګوټي کي ۳۵۰ نويو کارخونو فعالیت پیل کړی. په تېر ۲۰۲۵ کال کې د یاد ولایت په صنعتي ښارګوټي کې شاوخوا ۳۵۰ لویو او کوچنیو کارخونو په فعالیت پیل کړی دی. د یاد ولایت په صنعتي ښارګوټي کې پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې، د تعرفو کموالی، خامو موادو ته اسانه لاسرسی، سوداګرو ته د جوازونو د ورکړې اسانتیاوې د کاروخونو د فعالیتونو د زیاتوالي لاملونه بلل شوي دي. د یاد دفتر پر وینا، د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د کارخونو فعالیت د داخلي تولیداتو د زیاتوالي تر څنګ سلګونو خلکو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.

- Advertisment -spot_img