د کلمبیا ولسمشر، گوستاوو پترو نن دوشنبه د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه تورونه او ګواښونه په کلکه غندلي چې دی یې، د نشهيي توکو د قاچاق په تور تورن کړی و. پترو پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «زما نوم د نشهيي توکو د قاچاق له هېڅ قضايي دوسيې سره تړاو نهلري. ښاغلی ټرمپ دې زما له تخریب لاس واخلي.» د کلمبیا ولسمشر دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې ټرمپ هغه «د نشهيي توکو قاچاقبر» بللی و. ډونالد ټرمپ تر دې وړاندې ويلي وو، چې په کلمبیا کې د پوځي عملياتو ترسره کول، د هغو عملياتو په څېر چې په وينزویلا کې شوي، «ښه نظر» دی. هغه پر پترو تور پورې کړی، چې امريکا ته د نشهيي توکو په قاچاق کې لاس لري او خبرداری يې ورکړی و، چې نوموړی به «د اوږدې مودې لپاره په واک کې پاتې نهشي.» بلخوا د کلمبیا ولسمشر د ټرمپ د ادارې پر پوځي کړنو سختې نيوکې کړي او د وينزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو نیونه یې، «له هر ډول قانوني بنسټ څخه بېبرخې» بللې ده. وروسته له هغې چې ټرمپ پترو ته خبرداری ورکړ، چې «ځان ته دې پام وکړي»، نوموړي د کلمبیا ولسمشر «ناروغ سړی» وباله او ادعا يې وکړه چې هغه «د کوکايين کارولو ته لېوالتيا لري.» د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمې دورې له پيل راهيسې، د امريکا او کلمبیا ولسمشران پر بېلابېلو مسايلو، لکه د ګمرکي تعرفو او د کډوالۍ پر پاليسۍ، په دوامداره ډول اختلاف لري.



