شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هرات؛ شينډنډ کې په ۲۵۰۰ جریبه ځمکه صنعتي ښارګوټی جوړېږي

د هرات ولایت د صنایعو او کانونو خونې مسئولینو خبر ورکړی، چې د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې پر ۲۵۰۰ جریبه ځمکې د یوې صنعتي ښارګوټي سروې په بشپړ ډول ترسره شوې او د جوړولو وړاندیز يې طالب چارواکو ته د منظورۍ لپاره استول شوی دی. د یادې خونې ريیس عبدالناصر ويلي، چې د دغه صنعتي ښارګوټي تخنیکي چارې، چې په کې سروې او اړینې نقشې شاملې دي، بشپړې شوي له منظورۍ وروسته به يې عملي کارونه پیل شي. د ښاغلي امین پر وینا، د دغه صنعتي ښارګوټي موخه د کاري فرصتونو رامنځته کول، د داخلي تولیداتو وده او د داخلي او بهرني پانګونې جذب دی. ښاغلي امین ټینګار کړی، چې دغه ښارګوټی به د هرات ولایت دویم صنعتي ښارګوټی وي، چې په جوړېدو سره به یې د دغه ولايت د صنعتي ودې تر څنګ، سلګونو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.

- Advertisment -spot_img