ځايي سرچینې خبر ورکړی، چې د تخار ولایت د چاهآب ولسوالۍ کې پر طالبانو پورې تړلو د سرو زرو کانکیندونکو او د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده. د سرچینو پر وینا، دغه پېښه د دوشنبې په ورځ، د جدې په ۱۵مه، رامنځته شوې او د طالبانو د ځواکونو د ډزو له امله درې ملکي وګړي وژل شوي دي. ځايي سرچینې زیاتوي، چې د دې نښتې پر مهال یو طالب د سیمې د اوسېدونکو له لوري د «بېل» په ګوزار وژل شوی دی. د سیمې اوسېدونکو ویلي، هغه شرکتونه چې د سرو زرو د کان استخراج کوي او د طالبانو پورې تړلي دي، د کندهار د دوو اوسېدونکو حاجي محب او حاجي روحالله روحاني پورې اړه لري او د چینایي وګړو په همکارۍ په دې سیمه کې سره زر استخراجوي؛ هغه څه چې د خلکو له پراخو اعتراضونو سره مخ شوي دي. دا لومړی ځل نه دی، چې د چاهآب ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان پر سر نښته رامنځته کېږي؛ تر دې مخکې هم د طالبانو او د سیمې د خلکو ترمنځ ورته شخړې راپور شوې وې. هممهاله، ځايي سرچینو راپور ورکړی، چې په دې وروستیو کې د تخار ولایت د جرم ولسوالۍ کې هم د طالبانو د خپلمنځي نښتې له امله یو کس وژل شوی او بل ټپي شوی دی. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، دې ډلې د افغانستان د بېلابېلو کانونو کنټرول په لاس کې اخیستی دی؛ هغه څه چې په یو شمېر ولایتونو کې، په ځانګړي ډول د سرو زرو او نورو طبیعي سرچینو د استخراج پر سر، د ځايي شخړو او نښتو لامل شوي دي.



