شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

یونیسف: نومبر کې د زرګونو خوارځواکو ماشومانو ملاتړ شوی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې په نومبر میاشت کې تر یو میلیون ډېر ماشومان د خوارځواکۍ له پلوه معاینه شوي، چې له دې منځه د څه باندې ۳۳ زره او ۵۰۰ ماشومانو ملاتړ شوی دی. یونیسف په خپل راپور کې ویلي چې دغه ماشومان د افغانستان په شمال کې د ريښتر په کچه له ۶.۳ درجې زلزلې وروسته دغه بنست ته د مرستې لپاره مراجعه کړې ده. یونیسف دغه راز زیاته کړې چې د شري پر ضد سراسري کمپاین په نومبر میاشت کې بشپړ شوی دی. د یونیسف د معلوماتو له مخې، په دغه کمپاین کې له اتو میلیونو او ۳۵۰ زره څخه زیات ماشومان واکسین شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې خوارځواکي به په ۲۰۲۶ کال کې د یو اعشاریه اووه میلیونه ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړي.

- Advertisment -spot_img