شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هرات؛ سږ کال څه باندې ۲۲ زره ټنه تازه مېوې بهر ته صادرې شوې

د هرات ولایت سیمه ییزو چارواکو له دغه ولایت څخه بهرنیو هېوادونو ته په تېرو ۹ میاشتو کې د ۲۲ زره ۲۴ ټنه تازه مېوو له صادرېدو خبر ورکړی دی. د هرات د والي ویاند مفتي محمد یوسف سعیدي باختر اطلاعاتي آژانس ته ویلي، چې د روان ۱۴۰۴ کال په تېرو ۹ میاشتو کې له دغه ولایت څخه بېلابېلو هېوادونو ته د ۱۶ میلیونه ۳۳۳ زره ډالرو په لګښت تازه میوې صادرې شوې دي. نوموړي زیاته کړې، چې دغه مېوې د هرات د کرنیزو حاصلاتو یوه مهمه برخه جوړوي او له دې لارې د سیمې بزګرانو ته د پام وړ اقتصادي ګټه رسېدلې او ولایتي اداره هڅه کوي د صادراتو د پراختیا لپاره اسانتیاوې برابرې کړي. د چارواکو پر وینا، د تازه مېوو صادرات نه یوازې د بزګرانو عایدات لوړوي بلکې؛ دا ګام د هېواد د اقتصادي ودې او سوداګرۍ د پراختیا لپاره ډېر مهم ګڼل کېږي.

- Advertisment -spot_img