شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د موږکانو له برکته د چرسو قاچاقچي بې ګناه اعلان شو

هند کې د یوې محکمې له لوری هغه سړی بې ګناه اعلان شو، چې د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوی و. د راپورونو له مخې هندي رسنۍ وایي، دغه کس ځکه بې ګناه اعلان شوی، چې پولیس پر دې نه دي توانېدلي چې نیول شوي نشه يي توکي د شواهدو په توګه وړاندې کړي. دغې پېښې هغه مهال خلک حیران کړل کله چې، پولیسو محکمې ته وویل؛ موږکانو د پولیسو په ګودام کې نږدې ۲۰۰ کیلوګرامه چرس خوړلي دي. د پولیسو دغې خبر محکمه هم حیرانه کړه او جدي پوښتنې را ولاړې شوې، چې پولیس او نورې قانوني ادارې څه ډول په حساسو جنايي قضیو کې شواهد اداره کوي. راپورونه کاږي،چې دغه پېښه د هند په ختیځ کې د جهارکند سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې پولیسو په زیاته پيمانه چرس په یوه موټر کې ونیول او پولیسو دغه قضیه په ۲۰۲۲ کال کې په محکمه کې ثبت کړه. تر څېړنو وروسته معلومه شوه چې ۲۰۰ کیلوګرامه چرس په ډېر مهارت په موټر کې ځای پر ځای شوي خو تورن کس هم ورسره ونیول شو. د راپور له مخې کله چې محکمې له پولیسو غوښتنه وکړه چې، کشف شوي چرس محکمې ته حاضر کړي څو د تورن کس په اړه پرېکړه ونیسي، خو پولیسو وویل چې، چرس نشته. پولیسو ویلي: « موږ په یوه دولتي ګودام کې چرس ایښي وو، هلته موږکانو ځای پیدا کړی و او په تېره موده کې ټول چرس خوړلي دي.» محکمه پردې حیرانه شوې، چې څنګه په دومره لویه کچه چرس موږکانو خوړلي او د ګودام ساتونکي نه دي خبر شوي. محکمې په دې پېښه کې د پولیسو بې پروایۍ ته په کتو ویلي، چې دوی نشي کولی له شواهدو پرته څوک مجرم ثابت کړي، نو په همدې اساس یې تورن کس بې ګناه اعلان کړ. د محکمې د حکم تر اعلان وروسته پر ټولنیزو رسنیو دې خبر سخت غبرګونونه راوپارول، ځینو د ټوکو په بڼه دا خبر ډنډوره کړ، چې څنګه موږکانو ۲۰۰ کیلوګرامه چرس خوړلي، خو ځینو نورو بیا پر پولیسو سختې نیوکې کړې دي.

- Advertisment -spot_img