شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایران بلخ کې د تېلو د چاڼ خونو د ظرفیت لوړولو وړاندیز کړی

بلخ کې د ایران سرکونسل د حیرتان بندر له چاڼ خونې د لیدنې پر مهال ویلي، چې هېواد یې چمتو دی څو له اففان سوداګرو سره د تېلو د چاڼ په برخه کې همکاري وکړي. بلخ کې د ایران د سرکونسل مرستیال او اقتصادي اتشې سجاد جعفري ویلي: «اوس موږ له خپلو هغو دوستانو سره په اړیکه کې یوو، چې د نفتو، ګازو او د چاڼ خونو په برخه کې په ایران کې فعالیت کوي، تر څو دلته راشي او ظرفیتونه له نږدې وګوري. انشاءالله، موږ به د افغانستان د شمال د چاڼ خونو د پراختیا او پرمختګ لپاره ګډ کار وکړو.» د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، هارون رشید قاضي ویلي: «موږ له خپل دوست او ګاونډي هېواد ایران څخه د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه کړې ده. هغوی راغلل او له نږدې یې لیدنه وکړه. ډېر ژر به یو پلاوی ایران ته لاړ شي او بل پلاوی به له ایرانه افغانستان ته راشي، څو د اړتیا وړ ماشینونه د کارخونو د پرمختګ لپاره چمتو شي.» د بلخ د تېلو د چاڼ خونو مسئولینو ويلي، دغه ولایت کې د تېلو فعالې چاڼ خونې د امو دریا د خامو تېلو د چاڼ ظرفیت لري او باید دغوه کورني تولید د پروسس لپاره دوی ته ورکړل شي. بلخ کې د تېلو د چاڼ خونو مسئول، عبدالجمیل ځاځي ویلي: «په قشقري او انګوت کې د خام نفتو د استخراج ظرفیت شاوخوا ۷۰۰ ټنه دی، خو پاکو پټرولو او ډیزلو ته د افغانستان اړتیا ښايي تر دوه میلیونه ټنو پورې وي.» له بلې خوا، د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسئولینو ويلي، د تېلو له چاڼ خونو ملاتړ د دوی د کار لومړیتوب دی او په دې برخه کې د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکوي. د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال، نصیر احمد نیازي ویلي: «د اقتصادي تګلارې په چوکاټ کې، د چاڼ د کورنیو کارخونو ملاتړ د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو دی. د چاڼ کارخونو ملاتړ به د صنعت پراختیا، د کار موندنې او د انرژۍ د ځان بسیاینې په برخه کې مرسته وکړي.» تر دې وړاندې د کانونو او پترولیم وزارت ویلي وو چې د امو دریا اتلس زره ټنه محموله د چاڼ لپاره یوې کمپنۍ ته ورکړل شوې، چې ارزښت ۷۰۰ میلیونه افغانیو ته رسېږي.

- Advertisment -spot_img