د روسيې بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د وېنزوېلا پر وړاندې د امریکا دغه اقدام یو وسله وال تېری دی او غندلی یې دی. ورته مهال، د ایران بهرنیو چارو وزارت هم دغه برید یو نظامي تېری ګڼلی او ویلي یې دي، چې دغه عمل د وېنزوېلا د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض دی. د چین بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې د امریکا له لوري پر وېنزویلا ترسره شوی نظامي برید غندلی او دغه عمل یې د یوه خپلواک هېواد پر وړاندې د زور کارول یاد کړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت د خپل بشپړ مخالفت په څرګندولو سره له امریکا غوښتي، چې نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو منشور موخو او اصولو ته ژمن پاتې شي او د نورو هېواد د حاکمیت او امنیت نقض ودروي.



