د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، چې د امریکا متحده ایالاتو د ونزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن سیلیا فلورېس نیولي او له دغه هېواده یې اېستلي دي. د رویټرز راپور کې راغلي، چې ټرمپ دا څرګندونې نن شنبې په خپله ټولنیزه شبکه تروت سوشیل کې کړې دي. د هغه پر وینا، امریکا د ونزوېلا پر وړاندې «ستر پوځي بريد» ترسره کړی او د دې عملیاتو په ترڅ کې یې د دغه هېواد ولسمشر او د هغه مېرمن نیولي دي. د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ په خپل پیغام کې ویلي:« د امریکا متحده ایالاتو په بریالیتوب سره د ونزوېلا پر وړاندې پراخ برید ترسره کړ او د دغه هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو، چې له خپلې مېرمنې سره یوځای نیول شوی، له هېواده وایستل شو.



