شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د وینزویلا پر وړاندې د امریکا پوځي یرغل ته د روسيې غبرګون

روسیې پر وینزویلا د امریکا د برید په اړه غبرګون ښودلی دی. د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي د وینزویلا پر وړاندې د امریکا وروستی اقدام وسله وال یرغل دی دی. روسیې ویلي، هغه پلمې چې د دې اقدام د توجیه لپاره کارول شوي بې‌اساسه دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې زیاته شوې، چې په اوسني وضعیت کې له ټولو مهمه خبره د تاوتریخوالي د لا زیاتېدو مخنیوی او د ستونزې د حل لپاره د سیاسي خبرو اترو پر لور تمرکز دی. روسیې ټینګار کړی چې لاتینه امریکا باید د سولې سیمه پاتې شي او وینزویلا باید وکولای شي د بهرني، په ځانګړي ډول پوځي لاسوهنې پرته، خپل برخلیک په خپله وټاکي. روسیې د وینزویلا د حکومت او د لاتینې امریکا د مشرانو د هغې غوښتنې ملاتړ کړی، چې د دې کړکېچ په اړه دې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیړنۍ غونډه راوبلل شي.

- Advertisment -spot_img