شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایران کې د لاریونونو دوام؛ ۸ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د دې هېواد د ۴۶ ښارونو په ۱۱۳ سیمو کې د حکومت ضد لاریونونه ۷ مې ورځې ته غځېدلي او لا هم دوام لري. ایراني رسنیو ویلي، چې تر دې مهاله د دغو لاریونونو په ترڅ کې ۸ تنه وژل شوي او لسګونه نور د پولیسو له لوري نیول شوي دي. د راپورونو پر بنسټ ایراني امنیتي او انتظامي ځواکونو د لاریونوالو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخیستی دی. دغه لاریونونه وروسته له هغې پیل شوي، چې د ډالر پر وړاندې د ایراني ریال بیه تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېده او له همدې امله د تهران په لوی بازار کې دوکاندارانو په کاري اعتصاب لاس پورې کړ.

- Advertisment -spot_img