شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

۲۰۲۵ کال ۱۲۳ پخواني پوځیان وژل شوي

د افغانستان د ازادۍ جبهې په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې دا شمېرې د پخوانیو پوځیانو د کورنیو له خوا تر تایید وروسته راټولې شوې دي. د راپور له مخې، په همدې کال کې ۱۳۱ نور پخواني پوځیان هم نیول شوي او شکنجه شوي دي. په راپور کې راغلي، چې دغه پېښې په کابل، بلخ، کاپیسا، پروان، بغلان، خوست، پکتیا، پنجشیر، بدخشان، کندهار، جوزجان، فاریاب، سمنګان، هلمند، نورستان، کونړ، تخار، غزني، ننګرهار، بامیان، هرات، غور، فراه، بادغیس، کندز، ارزګان، لغمان، پکتیکا او سرپل ولایتونو کې رامنځته شوې دي. د «افغانستان د ازادۍ جبهې» ادعا کړې، چې له ایران څخه د پخوانیو پوځیانو د شړلو له زیاتېدو سره هم‌مهاله، د طالبانو استخباراتو هم د هغوی د نیولو او وژلو بهیر چټک کړی دی. د جبهې په وینا، د نیولو شمېرې د رسنیزو راپورونو او همدارنګه د هغو مواردو پر بنسټ راټولې شوې، چې د طالبانو له لوري هم تایید شوي دي. د راپور په بله برخه کې ویل شوي، چې پخواني پوځیان له نیول کېدو وروسته له سختو شکنجو سره مخ کېږي. د جبهې په وینا، یو شمېر نیول شوي کسان د شکنجې پر مهال مړه شوي او ځینې نور تر خوشې کېدو وروسته یا مړه شوي او یا هم له جدي روغتیايي ستونزو سره مخ دي. تر دې دمه طالبانو د یادو ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی. دا ډله په تېرو څلورو کلونو کې په پراخه کچه د پخواني حکومت د پوځیانو او چارواکو د فراقانوني وژنو او خپل‌سري نیونو په تورونو تورنه شوې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) هم په خپلو پخوانیو راپورونو کې د پخواني حکومت د یو شمېر چارواکو او پوځيانو د وژنو، نیونو او شکنجو موارد مستند کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د افغانستان له نیولو وروسته «عمومي عفوه » اعلان کړې وه او تل ټینګار کوي چې دوی ورته ژمن دي.

- Advertisment -spot_img