د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې یې د امو دریا له نفتي حوزې څخه د استخراج شوو خامو نفتو له درکه شاوخوا ۱۳۷ میلیونه امریکایي ډالر عاید ترلاسه کړی دی. امو دریا د افغانستان د انرژۍ له مهمو سرچینو څخه ګڼل کېږي. د دغه وزارت ویاند، همایون افغان، ویلي چې د کال په اوږدو کې د امو دریا له نفتي حوزې څخه ۲۶۸٬۹۸۹ ټنه خام نفت تولید شوي، چې د پروسس په موخه پر کورنیو شرکتونو پلورل شوي او له دې لارې یې ۱۳۷٬۰۴۸٬۰۵۳ امریکایي ډالر عاید ترلاسه شوی دی. چارواکي وایي، د دې نفتو استخراج د هېواد د انرژۍ د اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ د ملي عوایدو د زیاتوالي لامل شوی دی. د وزارت په وینا، هڅې روانې دي چې د نفتي سرچینو د مدیریت، شفافیت او تخنیکي پروسس کچه لوړه شي، څو له کورنیو زیرمو څخه اغېزمنه ګټه واخیستل شي. د امو دریا نفتي حوزه د افغانستان له مهمو انرژۍ سرچینو څخه بلل کېږي، چې په شمالي ولایتونو کې موقعیت لري. کارپوهان باور لري چې که د استخراج او تصفیې بهیر یې لا منظم او معیاري شي، نو دا حوزه کولی شي د هېواد د انرژۍ په ځانبسیاینې کې مهم رول ولوبوي. طالبانو له دغې نفتي حوزې څخه د نفتو اېستلو تړون په ۲۰۲۳ کال کې له چینايي «سینکیانګ مرکزي اسیا د نفت او ګاز شرکت» سره وکړ او په ۲۰۲۵ کال یې وررسره بېرته لغوه کړ. طالبان په دغه شمالي حوزه کې داسې مهال د نفتو د استخراج او عواییدو د ترلاسه کېدو خبر ورکوي چې لا هم په افغانستان کې لوږه او بېکاري په بېسارې توګه لوړه شوې او اقتصادي بهران ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی. د افغانستان اقتصاد د نړیوالې انزوا، بانکي محدودیتونو او د پراختیایي مرستو د نږدې بشپړ بندېدو له امله له سختو ستونزو سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، له ۹۰ سلنې زیات افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.



