د طالبانو تر ولکې مالیې وزارت د ګومرکونو لوی ریاست د هېواد په ګومرکونو کې د اور لګېدنې د احتمالي ګواښونو د مخنیوي په موخه د څه باندې ۲ میلیونه او ۳۶ زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۸ عرادې د اور وژنې وسایط وپېرل. د اور وژنې دغه وسایط په تېر ۲۰۲۵ز کال کي تولید شوي او هره عراده د ۱۰ زره لېټره اوبو ځایولو ظرفیت لري. دغه پېرل شوي وسایط به د (حیرتان، آقینې، ننګرهار، هرات، فراه، نیمروز او کندهار) په ګمرکونو کي په کار واچول شي. دغه پروژه د طالبانو او ازبیکستان ترمنځ د G2Gیا دولت په دولت په ډول قرارداد شوی و او لګښت یې د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکړل شوی دی. د یادونې وړ ده، چي د مالیې وزارت ژمن دی، چې د هیواد ګمرکونه په پرمختللو او عصري تجهیزاتو سمبال کړي؛ څو په هېواد کې سوداګري لا وده کړي او د سوداګریزو توکو بشپړ خونديتوب ته ښه زمینه برابره شي.



