چهارشنبه, جنوري 14, 2026
چهارشنبه, جنوري 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ښځو او ماشومانو په اړه له نړیوالو ټولنې د عدالت غوښتنه شوې

د ښځو او ماشومانو د څېړنې او ملاتړ شبکې د ۲۰۲۶ میلادي کال د پیل په مناسبت په خپاره کړي پيغام کې هیله څرګنده کړې چې نوی کال دې د افغانستان د ښځو او همدارنګه د نړۍ د ټولو ښځو لپاره د هیلو، خوندیتوب او نویو فرصتونو کال وي. په پيغام کې ویل شوي چې نړیواله ټولنه باید د ښځو د کرامت، برابرۍ او بشري حقونو د خوندي کولو لپاره خپلې ګډې هڅې لا پیاوړې کړي. یاد بنسټ ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ښځو روان وضعیت جدي نړیوالې پاملرنې ته اړتیا لري او د دوامدارې سولې او عدالت لپاره د ښځو برابر ګډون اړین دی. دغه اداره له نړیوالو بنسټونو او پرېکړه کوونکو غواړي چې د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره عملي او اغېزمن ګامونه واخلي. د یادونې وړ ده چې د ښځو او ماشومانو د څېړنې او ملاتړ شبکه یوه خپلواکه او غیر انتفاعي اداره ده چې د ښځو او ماشومانو د حقونو، څېړنې او مدافعې په برخه کې فعالیت کوي او په ځانګړي ډول د افغانستان د ښځو غږ نړیوالو ته رسوي.

- Advertisment -spot_img