سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هندي کپټان د کرېکټ بریا د پهلګام ترهګریز برید قربانیانو او هندي سرتېرو ته ډالۍ کړه

هند پرون يکشنبې د کرېکټ په اسیا جام کې پاکستان ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه. پاکستان لومړی بټنګ وکړ او په شلو اوورونو کې یې ۱۲۷ منډې وکړې. په ځواب کې هندي لوبغاړو یاد هدف په شپاړسم اوور کې پوره کړ، په داسې حال کې چې لا یې اووه ویکټې او ۲۵ بالونه پاتې وو. دا لومړی ځل دی، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د تېرې مې میاشتې له نښتو وروسته د کرېکټ لوبه وشوه. په دغه لوبه کې هم ګڼې داسې پېښې وشوې چې لوبه او کرېکټ یې تر سیوري لاندې راوستل. د هند د کرېکټ ملي لوبغاړو له لوبې مخکې او وروسته له پاکستاني لوبغاړو سره له لاس ورکولو ډډه وکړه. د هندوستان د کرېکټ د ملي ټيم کپټان سوریاکمار یادوف د خپل دغه کار ننګه وکړه او ویې ویل دا کار یې د هندوستان د کرېکټ د ادارې او د حکومت په همغږۍ کړی دی. « زه فکر کوم ځینې مسایل په ژوند کې تر ورزشي روحیې ورپورته دي. موږ د پهلګام ترهګریز برید له ټولو قربانیانو سره ولاړ یو موږ د هغوی له کورنیو سره خپله خواخوږي ښيو.» هغه زیاته کړه: «موږ دا بریا خپلو هغو زړورو سرتېرو ته ډالۍ کوو چې په سندور عملیاتو کې یې برخه اخیستې وه. لکه څنګه چې هغوی موږ ټولو ته الهام راکوي موږ هم کله چې موقع راشي خپله پوره هڅه کوو چې هغوی ټولو ته الهام وبښو.» د هند د کرېکټ ملي ټیم سره له دې له پاکستان سره لوبه وکړه چې په کور دننه له پاکستان سره د لوبې د بایکاټ ګڼ فشارونه پرې وو. سږ کال د مې میاشت د هند او پاکستان تر منځ د ډرون بریدونو، توغندیو او هاوانونو پر مټ خونړۍ نښتې وشوې، چې لږ تر لږه ۷۰ تنه په کې ووژل شول. دا وروسته له هغه چې د اپرېل په ۲۲مه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وسله والو بریدګرو لسګونه ملکیان او پوځ په یوه تفریحي سیمه کې مړه او ټپیان کړل. هندي پوځ د دغه برید پړه په هغو وسله والو ډلو واچوله، چې په خبره یې په پاکستان کې امن پټنځایونه لري او د پاکستاني پوځ او حکومت له ملاتړه برخمن دي. دا تور پاکستان رد کړی دی. لا معلومه نه ده چې د کرېکټ اسیايي او بیا نړیواله شورا دغه لوبه کې د شویو پېښو په اړه څه پرېکړې کوي خو پاکستان وار دمخه ځینې اعتراضونه کړي دي.

- Advertisment -spot_img