سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د یوناما مشرې نړیوال مرستندویان د کونړ له زلزله ځپلو سره مرستو ته وهڅول

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا زلزله ځپلو سیمو ته په سفر کې له مرستندویانو د بیړنیو اقداماتو غوښتنه کړې. یوناما په خپله ایکس پاڼه د اغلې اوتنبایووا د سفر په اړه بیان او عکسونه خپاره کړي. په بیان کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا د افغانستان په ختیځ کې د زلزله ځپلو سیمو د خلکو زړورتیا ستایلې او د مرستو په رسولو کې یې د ښځو په حیاتي رول ټینګار کړی دی. ملګرو ملتونو دمګړۍ د ۱۳۹ میلیونو ډالرو مرستو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې له دې بودیجې پرته به کورنۍ له را روان ژمي ونه وځي. ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې، چې د افغانستان اقتصادي وضعیت نازک دی او وروستیو مرګونو زلزلو او د لکونو کډوالو بیا راستنېدنې لا پسې وضعیت خراب کړی دی.

- Advertisment -spot_img