د ۲۰۲۵ کال د کرېکټ اسیا جام شلاووریزو سیالیو په لړ کې تېره شپه هند د پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړه، نن د سریلانکا او هانګکانګ او متحده عربي اماراتو او عمان لوبډلو ترمنځ لوبې ترسره کېږي. د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شلاووريزې سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې روانې دي، چې د افغانستان په ګډون اته لوبډلې برخه پهکې لري. د اسیا جام سیالیو په لړ کې تېره شپه د هند او پاکستان لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه. په دې لوبه کې پاکستان لومړی توپوهنه ترسره کړه او په ټاکل شوو شلو اوورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۷ منډې جوړې کړې. د هند لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۱۶م اور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او پاکستان ته یې د اوو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه. همدارنګه، د اسیا جام سیالیو په لړ کې به نن د سریلانکا او هانګکانګ لوبډلو ترمنځ او د متحده عربي اماراتو او عمان لوبډلو ترمنځ لوبې ترسره شي. د متحده عربي اماراتو او عمان ترمنځ لوبه به د افغانستان پر وخت د مازدیګر څلورنیمې بجې او د سریلانکا او هانګکانګ ترمنځ لوبه به د ماښام اووه بجې پیل شي. د یادونې ده، د یادو سیالیو په «الف» ګروپ کې د هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او عمان لوبډلې شاملې دي او په «ب» ګروپ کې د افغانستان، بنګلهدېش، سریلانکا او هانګکانګ لوبډلې سره لوبېږي.



