چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په مشهد کې د اسماعیل خان یو پخوانی قوماندان وژل شوی

د هرات د پخواني والي اسماعیل خان یو پخوانی قوماندان غلام معروف غلامي، پرون شنبې په مشهد ښار کې په ډزو وژل شوی دی. د جمعیت ګوند د اسماعیل خان څانګې سرچینو دا پېښه تائید کړه او ویې ویل چې غلامي د مشهد په مفتح سړک کې په خپل دفتر کې و، چې برید پرې وشو او ځای پر ځای ووژل شو. تراوسه پورې د غلامي د وژل کېدو د انګېزې په اړه څه نه دي ویل شوي او د ایران پولیسو هم تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو اکثره پخواني قوماندانان دښمنۍ لري او عموماً د خپلو دښمنانو له لوري وژل کېږي. غلام معروف غلامي د افغانستان د لوېدیځ د جهادي قومندانانو د شورا مسئول و او د طالبانو له لوري د هرات تر نیولو وروسته له نورو پخوانیو قومندانانو سره ایران ته ولاړ. هغه د طالبانو له لوري د هرات تر نیولو مخکې، د ۱۴۰۰ هـ ش د اسد او سنبلې په میاشتو کې د اسماعیل خان ترڅنګ له طالبانو سره جګړه کړې وه. د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له لوري د هرات ښار له نیول کېدو وروسته اسماعیل خان او پلویان یې یا په خپله خوښه یا بې خبره د طالبانو لاس ته ورغلل خو طالبانو پرېښود او له څه مودې وروسته نوموړی له خپلو پلوي قوماندانانو سره د ایران مشهد ته لاړ او لا هم هلته اوسي. ویل کېږي، چې اسماعیل خان له ډېرو کلونو راهیسي په مشهد کې کور او مجلل ژوند لري.

- Advertisment -spot_img