سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

لوګر کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوی

د طالبانو تر ولکې لاندې د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسئولين وایي، د تېر کال په پرتله سږ کال د انګورو حاصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی. د یاد ریاست د کرنیزو چارو آمر محمد رفیع ابراهیمي نن یکشنبه خبر ورکړی، لوګر کې سږ کال نږدې ۳۷ زره ټنه د انګورو حاصلات ترلاسه شوي. هغه وویل: «د لوګر په کچه ټولټال ۱۹۶۸هکټاره د انګورو باغون شتون لري چې ورڅخه څه باندې ۳۶۶۹۹ ټنه حاصلات ترلاسه شوي او د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښیي.» ابراهیمي د انګورو په حاصلاتو کې د زیاتوالي مهم لاملونه ښه اقلیمي شرایطو، ډاډمن امنیت او بڼوالو ته د عامه پوهاوی پروګرامونو او نویو باغونو جوړول بولي. د هغه په خبره، تېر کال لوګر کې د انګورو ۱۹۶۷ هکتاره باغونو شتون درلود چې ورڅخه ۳۲ زره متریک ټنه حاصلات ترلاسه شوی وو. اخوا د لوګر د انګورو بڼوال هم مني چې د انګورو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، خو ټینګار کوي چې په دغه ولایت کې سږ کال د انګور بازار سوړ دی او بڼوال د خپلو محصولاتو لپاره د مناسب بازار نشتون سره مخ دي. لوګر پلازمېنې کابل ته څېرمه پروت کرنیز ولایت دی چې ډېری اوسېدونکې یې په کرنه، بڼوالۍ او مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې د ژوند اقتصادي چارې سمبالوي.

- Advertisment -spot_img