شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

لندن کې د کډوالو ضد پراخ لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي

د لندن په مرکز کې ‘د ښي‌اړخي فعال «ټامي رابینسون» له لوري تنظیم شوي’ د کډوالو ضد پراخ لاریونونه له پولیسو سره د تاوتریخوالي لامل شوي او لږ تر لږه ۲۵ تنه په کې نیول شوي دي. د «د سلطنت متحد کول» په نوم دې لاریونونو کې له ۱۱۰ زرو ډېر کسان د بریتانیا سړکونو ته راوتلي وو او دا د بریتانیا په عصري تاریخ کې د ښي اړخو تر ټولو پراخ لاریونونه بلل شوي دي. د لندن میټروپولیټن پولیسو ویلي، چې پر افسرانو د شیشو او نورو شیانو برید شوی او ۲۶ افسران ټپیان شوي، چې څلور یې د سختو ټپونو له امله روغتون ته وړل شوي دي. لاریونونه د «واټرلو پل» ته نږدې پیل شوي او لاریونوالو په وایټ هال کې د حکومتي دفترونو په لوري خوځېدلي وو. لاریونوالو د برتانیا د لومړي وزیر «کي‌یر سټارمر د پالیسیو ضد شعارونه ورکول او په لاسونو کې په نیولو تختو یې لیکلي وو چې هغوی (کډوال) کور ته ولېږئ. د دغه لاریونونو تنظیم‌کوونکي «ټامي رابینسون» کډوال په محکمو کې د برتانوي اتباعو په پرتله د ډیرو حقونو په درلودلو تورن کړي او ټینګار یې کړی: “هغه برتانوي خلک چې دا هیواد یې جوړ کړی اوس د دوی له حقونو څخه محروم دي.” د ویلو ده چې پروسږ کال هم په لندن کې ورته لاریونونه وشول، چې ځینو نړیوالو ورځپاڼو هغه د کډوالۍ په اړه د ژور ټولنیز ویش نښه بللې وه.

- Advertisment -spot_img