د طالبانو تر ولکې لاندې د ټولګټو چارو وزارت په څه باندې ۵۴ میلیون ډالرو د هرات ـ خواف د ۴۷ کيلومتره وسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دویم فاز عملي چارې پیل کړې دي. د ياد وزارت د وسپنې پټلۍ مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د يادې پروژې د پرانیستې مراسمو کې ویلي، د دې برخې په بشپړېدو سره به د هرات ـ خواف د وسپنې پټلۍ پروژه په بشپړه توګه ګټې اخيستو ته وسپارل شي. صاحبزاده هېواد کې د وسپنې پټلۍ شبکې پر اهميت او پراختيا ټینګار وکړ او ویې ویل، د هرات ـ خواف لار په بشپړ ډول ګټې اخيستو سره به افغانستان د منځنۍ آسیا، سویلي آسیا او منځني ختیځ ترمنځ په نښلوونکې څلورلارې بدل شي. د نوموړي په خبره، د يادې پروژې لګښتونه د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري برابرېږي، چې په بدل کې به يې د بامیانو د یکاولنګ ولسوالۍ د جست او سرب له کان څخه استفاده وشي او چارې به يې د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي. د هغه په وينا، ډېر ژر به د هرات – تورغونډۍ او هرات – سپین بولدک د وسپنې پټلۍ کارونه هم پیل شي. هرات کې د طالبانو والي شیخ مولانا اسلام جار وايي، د خواف – هرات وسپنې پټلۍ په څېر پروژو سره به هرات په یو ترانزيټي څلورلارې او د سوداګریزو توکو د تبادلې پر مرکز بدل شي او د مزار ـ هرات او خواف ـ هرات لارې کولی شي د سیمې هېوادونه د یوې لنډلارې په توګه سره ونښلوي، چې دا د هرات لپاره لویه تجارتي ګټه ده. د پرانيستې پروژې مدیر عبدالقاهر بکتاش ويلي، دا پروژه په درېیو ساحو کې عملي کېږي او ټولټال ۴۷کیلومتره اوږدوالی لري، د پروژې لاره له ده سرخ سیمې پیلېږي او تر هرات صنعتي ښارګوټي پورې غځېږي، چې په ۲۴ کاري میاشتو کې به يې چارې بشپړې شي. د هرات د صنایعو او کانونو خونې ريیس محمد ناصر امین ويلي: “دا پروژه به په مستقیم ډول د هرات پر صنعت او سوداګرۍ مثبت اغېز وکړي، ځکه له بندر عباس څخه د یو ټُن مال لېږد ۱۳۰ ډالره؛ یا تر دې ډېر لګښت درلود، چې د دې مسير په فعالېدو سره به دغه لګښت ۴۰ ډالرو ته راکم شي.” د يادونې ده، چې د هرات ـ خواف وسپنې پټلۍ ټولټال ۲۲۶ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ۷۷ کیلومتره یې د ایران په خاوره او پاتې ۱۴۹کیلومتره یې د افغانستان په خاوره کې موقعیت لري.



