د امریکا متحده ایالاتو مالي شرکتونو اعلان کړی، چې په بریتانیا کې به د ۱.۲۵ میلیاردو پونډو چې معادل یې ۱.۷ میلیارده ډالر کېږي پانګونه ترسره کړي. دا اعلان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د بریتانیا له سفر مخکې شوی دی. د ټرمپ دوه ورځنی سفر به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ پیل شي. بیلابیلو شرکتونو لکه سیتيګروپ، اساندپي ګلوبل، پیپال، بانک آف امریکا او بلکراک د نوې پانګونې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی. همدارنګه راپورونه ښيي، چې د ټکنالوژۍ لوی شرکتونه اوپناېآی او انویدیا پلان لري، چې د ولسمشر ټرمپ د سفر پر مهال، په بریتانیا کې د معلوماتي مرکزونو (Data Centers) لپاره د میلیاردونو ډالرو پانګونې اعلان وکړي. د بریتانیا د سوداګرۍ او پانګونې وزارت ویلي، چې دغه پانګونې او مالي ژمنې به د نږدې ۲۰ میلیاردو پونډو په ارزښت د سوداګریزو راکړو ورکړو زمینه برابره کړي، چې له هغې څخه به شاوخوا ۸ میلیارد پونډه بریتانیا ته او ۱۲ میلیارد پونډه متحده ایالاتو ته لاړ شي. د بریتانیا د سوداګرۍ او پانګونې وزیر، پیټر کایل، ویلي: «دغه پانګونې زموږ له یوه نږدې سوداګریز شریک سره د ‘طلایي دهلېز’ د قوت او دوام ښکارندويي کوي، دا ټول د امریکا د ولسمشر له رسمي سفر مخکې ترسره کېږي.»



