نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې له اروپا او ګاونډیو هېوادونو د افغانانو پراخو اېستلو په افغانستان کې ناوړه بشري وضعیت رامنځته کړی او په دغه هېواد کې یې د لوږې، بېوزلۍ او جنسیتي تبعیض بحران ژور کړی دی. ګلوبل ویسیز رسنۍ په یوه خپاره کړي راپور کې لیکلي، چې ایران، پاکستان او ځينو اروپايي هېوادونو د افغانانو د اېستلو لړۍ چټکه کړې؛ داسې یو څه چې د بشري حقونو د بنسټونو له نیوکو سره مخ شوی. د راپور له مخې، یوازې ایران په روان کال کې څه باندې یو نیم میلیون افغانان اېستلي او ټاکل شوې، چې د ۲۰۲۵ کال تر پایه به د دغه بهیر په پایله کې نږدې څلور میلیونه کسان راستانه کړای شي. پاکستان هم د اپریل له میاشتې د افغانانو د اېستلو لړۍ چټکه کړې او د مېرمنو او ماشومانو په ګډون یې څه باندې یو میلیون کسان د تورخم او سپین بولدک له لارې اېستلي دي. جرمني او د اروپايي ټولنې پنځو نورو هېوادونو د کډوالۍ قوانین سخت کړي او د افغانانو د ایستلو لړۍ یې بیا پیل کړې ده. له دې سره هممهاله د بشري حقونو ډلو خبرداری ورکړی، چې د بېوزلۍ او ګڼو نورو ننګونو ترڅنګ افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنولو بهیر به بشري او اقتصادي بحران نور هم ژور کړي.



