د ۲۰۲۵ کال د کرېکټ اسیا جام شلاووریزو سیالیو په لړ کې تېره شپه سریلانکا د بنګلهدېش لوبډلې ته ماتې ورکړه او نن د هند او پاکستان لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي. د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شلاورېزې سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې روانې دي، چې د افغانستان په ګډون اته لوبډلې برخه پهکې لري. د اسیا جام سیالیو په لړ کې تېره شپه د بنګلهدېش او سریلانکا لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه. په دې لوبه کې بنګلهدېش لومړی توپوهنه ترسره کړه او په ټاکل شويو شلو اوورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۹ منډې جوړې کړې. د سریلانکا لوبډلې ورکړل شوي هدف په ۱۵م اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او بنګلهدېش ته یې د شپږو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. همدارنګه د اسیا جام سیالیو په لړ کې نن د هند او پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي، چې د افغانستان پر وخت به د ماښام اووه بجې پیل شي. د یادونې ده، د یادو سیالیو په «الف» ګروپ کې د هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او عمان لوبډلې شاملې دي او په «ب» ګروپ کې د افغانستان، بنګلهدېش، سریلانکا او هانګکانګ لوبډلې سره لوبېږي.



