جمعه, جنوري 16, 2026
جمعه, جنوري 16, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

دفاع وزیر: د مالي ملاتړ نشتوالی به د اوکراین د سقوط خطر زیات کړي

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اوکراین دفاع وزیر دنیس شمایهال اعلان کړی، چې هېواد به يې په ۲۰۲۶ میلادي کال کې د دفاعي هڅو لپاره لږ تر لږه ۱۲۰ میلیارده ډالر په کار وي. هغه ویلي، چې د روسیې د دوامداره بریدونو پر وړاندې د دفاعي لیکو د ساتنې لپاره پراخ مالي ملاتړ ته اړتیا لري او دا د اوکراین د بقا لپاره حیاتي اهمیت لري. د پارلمان د بودیجې کمیټې مشره رکسلانا پیدلاسا هم ویلي، چې د جګړې لګښتونه ورځ تر بلې ډېرېږي، ځکه اوس د جنګ هره ورځ شاوخوا ۱۷۲ میلیونه ډالر مصرف لري، حال دا چې په ۲۰۲۴ کال کې دا لګښت نږدې ۱۴۰ میلیونه ډالر و. اوکراین دا مهال د خپل ناخالص کورني تولید شاوخوا ۳۱ سلنه برخه د پوځ او جګړې پر چارو لګوي. د دفاع وزارت په وینا، دا پیسې به د هوايي دفاعي سیستمونو د ساتنې او پراختیا، د ډرونونو او نورو وسلو د تولید د زیاتولو، د پوځ د تجهیزاتو د برابرولو او د روسیې د احتمالي نویو بریدونو د مخنیوي لپاره وکارول شي. شمایهال زیاته کړه، چې دا ۱۲۰ میلیارده ډالر یوازې د اوکراین له داخلي سرچینو نه شي پوره کېدلی، نو هېواد به له خپلو نړیوالو متحدینو لکه اروپایي ټولنې، امریکا او نړیوالو مالي بنسټونو څخه پراخ مالي ملاتړ ته اړتیا ولري. هغه خبرداری ورکړی چې که دا مالي سرچینې برابرې نه شي، کېدای شي د اوکراین د دفاعي لیکو سقوط رامنځته شي او دا به د هېواد د بقا لپاره ستر خطر وي.

- Advertisment -spot_img