د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د طالبانو پنځه کسیز پلاوی اتریش ته سفر کړی دی. د سرچینو پر وینا، د دې سفر اصلي هدف د اتریش د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو له چارواکو سره د افغانستان د سیاسي استازولیو او قونسلي خدمتونو په اړه خبرې دي. سرچینې زیاتوي، دغه پلاوی هڅه کوي په رسمي لیدنو کې د افغانستان د سیاسي استازولیو د فعالیتونو د تنظیم او په اتریش او نورو اروپایي هېوادونو کې د مېشتو افغانانو لپاره د قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو لارې چارې وڅېړي. تر اوسه نه د اتریش چارواکو او نه هم د طالبانو چارواکو په دې سفر رسماً څه ویلي دي. دا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پلاوي لومړنی رسمي سفر دی، چې د هغوی له بیا واکمنېدو وروسته اتریش ته ترسره کېږي. تر دې وړاندې د طالبانو یو پلاوی د اتریش ګاونډي سویس ته تللی و او د دغه هیواد له چارواکو سره یې د هغو افغانانو د ایستلو په اړه خبرې کړې وې چې په سویس کې په جرمونو محکوم شوي دي. جرمني هم له طالبانو سره د افغانانو د ایستلو په تړاو خبرې کړي دي.



